1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ

 
 
 

 

 | 21.11.2008 | 10:00 UTC

په گوانتانامو کې پنځه تنه الجزايريان آزاد شويدي

د رويتر آژانس د خبر له مخې، د امريکې د متحداه ايالتونو يوې محکمې د گوانتانامو له جېل نه پنځه تنه الجزايريان وروسته له ٧ کاله بند څخه آزاد کړيدي. محکې ويلي،  د امريکې حکومت دا ثابته نشوای کړی، چې دې په بوزنيا کې اوسېدونکو پنځو تنو غوښتل افغانستان ته ولاړ شي او هلته د امريکايي ځواکونو پرضد وجنگيږي.


دا لومړۍ پرېکړه ده، چې د دې محکمې د هغې اصول له مخې کيږي، په کوم  کې چې د ترهگري تر شک لاندې نيول شوو کسانو ته، له ځانونو څخه د دفاع حق ورکړل شوی. د محکمې دا حکم د دې ښکارندوی هم دئ، چې د بوش تر اداره لاندې د امريکې متحده ايالتونو، د تروريزم پرضد جگړه کې له خپلو پولو څخه تېری کړی دئ. بوش په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې اعلان وکړ، چې دې پنځو الجزايريانو په سارايوو کې د امريکې پر سفارت باندې د بميز گذار پلان درلود. د بوش پرځای ټاکل شوي د امريکې نوي مشر بارک اوباما ژمنه کړېده چې د گوانتانامو جېلخانه به تړي.

   



 
د ورځي عکس
ImageOfTheDay

DW-TV EUROPE live

Politik direkt - Das Politikmagazin