1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ

 
 
 

 

ځانگړي مطالب | 12.11.2008

په کندهار کي د يوې بلي ښوونځۍ دروازه پرانستل سوه

دزده كړي نوي وداني دعلامه سيد جمال الدين افغان دليسې په نامه دكندهار په عينومينه كښي جوړه اوګټي خيستني ته چمتوسوه

دزده كړي دغه نوي وداني چي دنړيوال بانك په مالي لګښت جوړه سوې ده8  درسي او4  اداري خوني لري چي دعينومېني او دهغه د خواوشاه سيمولپاره به تردولسم ټولګۍ پوري دزده كړي ځاي ولري.

 

دكندهار والي ښاغلي رحمت الله رؤفي چي دعلامه سيد جمال الدين افغان دليسې دپرانيستني په مراسموكښي  برخه اخيستې وه خوښي وښودله چي نن زموږ آولادونه  د زده كړي له وسائلوڅخه برخمن كيږي.

 

دسيمي اوسيدونكي هم غواړي چي آولادونه يې د زده كړي په ګاڼه سمبال وي. دوی هم خوښي ښكاره كوي چي د دوی آولادونوته د ښې روزني لپاره د زده كړي دا ډول ودانۍ جوړيږي ځكه چي د دوی په وينا بې تعليمه سړی ړوند دی.

 

همدارنګه يوبل تن بيا دماشومانوپرپلرونواوميندوږغ وكړی چي په خپلوآولادونوښوونه اوروزنه  وكړي دده په وينا داځكه چي كه موخپل آينده نسلونه نه وي روزلي هم به دوی له بيلابيلوستونزوسره لاس اوګريوان وي اوهم به مووطن له بربادۍ سره مخ وي.

 

داپداسي حال كي ده چي په ګڼ شميرولسواليواوليري پرتوسيموكښي د داډول ښوونيزو ودانيودروازې دامنيتي ستونزوله كبله دزرهاوو زرهاوو تنكيوماشومانوپرمخ تړلي دي.

 
 
Artikel bookmarken

موږته بريښنا ليک راولېږيلېږلچاپ

د موضوع په اړه نور معلومات



 
د ورځي عکس
ImageOfTheDay

DW-TV EUROPE live

Journal (english) - With Business