ځانگړي مطالب | 12.11.2008
د کابل آسيا خصوصي روغتون په کار پيل کړى
د کابل د کارته پروان په سيمه کې د کابل آسيا په نوم يو نوى روغتون په کار پيل کړى دى
دغه خصوصي روغتون چي د يوې ډلي متخصصو ډاکترانو لخوايې چاري پر مخ ځي په داسې يوې ودانۍ يې کار پيل کړى چي پخوا تر دې په څو جريبه ځمکه کي د هستوګن يو کور ؤ. د نوموړي روغتون د رييس په وينا په نوموړې ودانۍ يې سل زره ډالره لګولي تر څو د يو روغتون لپاره چمتو سوې . د ودانيو په لګښت سربيره د 150 زرو ډالرو په لګښت روغتون لپاره پرمختللي ماشنونه پيرودل سوي.
د کابل آسيا روغتون رييس ښاغلى ډاکتر انعام، وايي چي : سره لدې چي روغتون نوى په کار پيل کړى دى خو په منځني توګه د ورځي سل تنه ناروغان دغه روغتون ته د درملني په موخه راوستل کيږي. هغه وايي چي دوى پلان لري چي په راتلونکي کي د ام ، آر ، آى او ستيسکن ماشينونه هم فعاله کړي.
په روغتون کي يو بستر ناروغ چي پښه يې عمليات شوې ده وايي چي : د ننه په افغانستان او پاکستان کي يې ډيري درملني کړي خو مثبته نتيجه يې نده تر لاسه کړې تر څو په کابل آسيا روغتون کي يې پښه په بريالۍ توګه عمليات شوې ده.
د کابل آسيا روغتون د داخلي څانګي يو تن متخصص ډاکتر ناصر نورزوى وايي چي : دغه روغتون د پرمختللو ماشينونو په درلودو سره کولاى سي د ناروغيو د پيژندني په برخه کي بيوشيميکي او نوري پيچلي معاينې په لابراتوار کي تر سره کړي .
د کارته پروان د سيمي يو تن اوسيدونکى چي ناروغ يې په روغتون کي تر درملني لاندي دى وايي چي : د دغه روغتون جوړيدل د دوى لپاره آسانتياوي برابري کړي دي .
د کابل آسيا د روغتون رييس وايي چي : دوى د نورو روغتونونو په پرتله طبي خدمتونه په سلوکي شل په ټيټه بيه وړاندي کوي ، د ده په وينا په روغتون کي د ناروغانو او د هغوی د کورنۍ د غړيو لپاره چي غواړي په روغتون کي شپه تيره کړي وړ او مناسب چاپيريال چمتو کړى .

















